غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزش کارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د مسیر آفتاب بنسټ په مالي مرسته د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزش کارانو ترمنځ په ۷۰۰ کیلومتري واټن کې د یوې ورځې لپاره د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې رمضان حسیني لومړی، انور نظري دویم او سخي نوري درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د ملي او دودیزو لوبو وده او دود کېدل ښودل شوي دي او په پای کې د سیالیو د مسؤولانو له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډال او ستاینلیکونه ورکړل شول.