د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریاست رهبرۍ د وزلوبې ملي فدراسیون د لومړنیو او دویمو واحدونو له استازو سره مشورتي ناسته وکړه
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریاست رهبرۍ د افغانستان د وزلوبې ملي فدراسیون له لومړیو او دویمو واحدونو د استازو سره د یو لړ ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
په دغه مشورتي ناسته کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدارن، د مشورتي بورډ غړو، د وزلوبې ملي فدراسیون رییس او د ولایتونو د وزلوبې استازولیو مسوولینو ګډون کړی و.
د دغې مشورتي ناستې په پیل کې د وزلوبې ملي فدراسیون د دویمو واحدونو استازو د وزلوبې اړوند په ولایتونو کې د وزلوبې پر ستونزو خبرې وکړې، دوی د المپیک ملي کمېټې او سپورټ رهبرۍ ته هیله څرګنده کړه، چې د یادو برخو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ورپسې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د دوی خبرې تایید کړې او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یادو موضوعاتو د حل لپاره دې په نړیوالو معیارونو جوړ لارښود چمتو کړي. ده همدازا د ولایتونو له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې په خپلو منځونو کې قوي همغږي ولري، یووالي ته کار وکړي او د ورزش د ودې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
ښاغلي وثیق وویل: زموږ ټولو هڅه همدا ده چې د ورزش د ودې لپاره کار وکړو او ورزش د هیواد ټولو برخو ته ورسوو. ده همداراز د یما پطرولیم له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ورزش په برخه کې پانګونه کوي او په نورو سوداګرو یې غږ وکړ، چې په ورزشي ډګر کې په ورزشکارانو پانګونه وکړي او د هیواد ورزش په پښو ودروي.
