د بامیان ولایت مرکز کې د لس ورزش کارانو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۱۰ ورزش کارانو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې حسین رضايي لومړی، علی جان دویم او رسول داد درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو موخه د ولایت په کچه د سیمه ییزو او دودیزو لوبو وده ښودل شوي دي.