ننگرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو ولسواليو ورزشي مديريت په همغږۍ د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د يووالي او بيارغونې په نوم د واليبال سيالۍ د مارکو لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې مارکو لوبډلې سيالې کوټ شرين غونډۍ لوبډلې ته ۰/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې اوونۍ يې دوام وکړي.
