پکتیکا: خوشامند ولسوالۍ کي دوالیبال اختریزې سیالۍ دمامورخیلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د پکتکیا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د والیبال سیالۍ چې نهه ورځې مخکې پیل شوې وې، د مامور خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مامور خېلو او چامړۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې مامورخېلو لوبډلې د ۰/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دیادو سیالیو موخه د ځوانانو لپاره سالمه تفرېح برابرول او ورزش ته دخلکو پام اړول و، چې په پای کې د مسؤولانو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.