دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان سرقل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په اشترلي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان سرقل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې د المهدي کورګه، اتحاد کورګه، جوانان سرقل او عقابان تګاب لوبډلو ګډون کړی وو، چې پایلوبه کې د جوانان سرقل لوبډلې خپلې سیالې المهدي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته ځوانانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.a