بلخ؛ په کشنده ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې له بلخ، بغلان او سمنګان ولایتونو څخه د ۲۰۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د کوچني اختر د نمانځلو په موخه د څلورو ورځو لپاره ترسره شوې، چې د سمنګان ولایت د ورزشکارانو په اتلولي پای ته ورسېدې.
