هلمند: په مرکز لښکرګاه ښار کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند نهمه حوزه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پایلوبه د ابدالي او راشد خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ابدالي لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۵۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د راشد خان لوبډلې د ياد هدف په مقابل مې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او په ۱۷ منډو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي دغه سيالۍ د روژې مياشتې په لومړيو کې پيل شوې وې او تر نن شپې پورې يې دوام وکړ.
