غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانوترمنځ د سیمهییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار زراعت باغ پارک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ موخه یې د ځوانانو ترمنځ یووالی او یوه سالمه تفریح رامنځته کول و.
