خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د اتفاق جام والیبال سیالیو اتلولي کوټکیو ځوانانو لوبډلې خپله کړه
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون استازولۍ په چوکاټ کې د باک ولسوالۍ په باډۍ ملایانو کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي کوټکیو ځوانانو لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې کوټکیو ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې فیض زمان لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
