د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ یم کاري کال د د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

org_admin
Wed, Mar 27 2024 5:27 AM
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ یم کاري کال د د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په تېر ۱۴۰۲ یم کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره تر زیاتې کچې مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکاري او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي برنامې ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفرپح زمینه مساعده کړې ده.

په ټوله کې په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۲۵ فدراسیونونه فعالیت کوي او په مختلفو برخو کې په ۳۴ کلپونو کې ورزشکاران ورزش ترسره کوي.

د میدانو وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸۰ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې ۷۵ یې په مرکز او ۱۰۵ یې په ولسوالیو کې نیول شوې. د دې ترڅنګ چې د یاد ولایت ورزشي امریت د المپیکي ورزشونو په برخه کې کار کړی دی، همدارنګه یې د ملي، دودیزو او عنعنوي لوبو د بیا را ژوندي کېدو په برخه کې هم پوره هڅه کړې، چې ښه بېلګه یې د ۱۴۰۲ کال د وزلوبې په پنځم پړاو لیګ کې د وزلوبې لوبډلې ګډون و.

د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په روان کال کې د خپلو ورزشي فعالیتونو ترڅنګ د یاد امریت لپاره سولري برېښنا او د څښاک اوبه چمتو کړې دي، همداراز یې د کارکوونکو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې په موخه په مختلفو برخو کې څلور سمینارونه هم وړاندې کړې دي.

Latest news

Sun, Aug 25 2024 4:31 AM
Background image

Congratulations to the U17-year-old team of the country in the center of Asia tournament!

Afghanistan's U17-year-old national football team defeated the strong team of Uzbekistan 1-0 in the final game of the Central Asian Championship (CAFA) and won the cup of this. . .

Sun, Jun 02 2024 9:22 AM
Background image

Selected snooker competitions started by the National Snooker Federation in cooperation

Selected snooker competitions started by the National Snooker Federation in cooperation with the General Directorate of Physical Education and the National Olympic Committee of the. . .

BACK TO NEWS