کونړ؛ په مرکز شګۍ سیمه کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په لارښوونه د یاد ولایت په مرکز شګۍ سیمه کې د سولې په نوم د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ جوړو شویو سیالیو اتلولي اسرار خان لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبه د اسرار خان او عثمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی توپوهنه اسرار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۳۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه نیمايي کې عثمان لوبډلې د اوو لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او په ۱۵ منډو یې ماتې ومنله.
