خوست؛ ځاځي ميدان ولسوالۍ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په اکا کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اکا کلي او سټيوال سيال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اکا کلي لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۸۴ منډو هدف کېښود، سټيوال سيال لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ۲۲ ورځې دوام وکړي.
