ارزگان؛ ترينکوټ ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې
د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ترينگوټ ښار په گرماب مانده سيمه کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ، چې څلور ورځې دوام وکړ، په پايله کې نقيب الله لومړی، غلام نبي دويم او محمد الله بيا درېيم مقام تر لاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
