هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان اتحاد جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د روحاني لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د روحاني او همت اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې همت اتلانو لوبډلې په ټاکلو نهو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف کېښود، روحاني لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو هڅول او پرمختگ ښودل شوی دی.
