ميدان وردگ؛ ميدان ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په ميدان ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې احمد الله احمدي لومړی، احسان الله دویم او شمس الله بيا درېيم مقام تر لاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت او ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
