دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد خربید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پیل شوې وې د اتحاد خربید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو پایلوبه کې د اتحاد خربید لوبډلې خپلې سیالې عقابان ریشکه لوبډلې ته د ۵/۰ ګولونو په توپیرماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په ولسوالیو کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول وو.
