بغلان؛ پلخمري ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د پلخمري ښار په کندک آبياري سيمه کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د نورو چاپندازانو په نسبت اسد، مزايل او سيمع الله پهلوانان ښه وځلېدل.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره چاپندازانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
