تخار؛ تالقان ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د تالقان ښار په سرای سنگ کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې دوستانه سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د روژې مياشتې هر کلی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.