ننګرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د سولې په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د لنډۍ سټار لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شينوارو شپږګونو ولسواليو د ورزشي مديريت په لارښوونو او همغږۍ، علم ته د هڅونې په موخه د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لنډۍ سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د نازیان مرکزي او لنډۍ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه لنډۍ سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۲۹ منډې هدف کېښود، نازیان مرکزي لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۰۵ منډې جوړې کړې او په ۲۴ منډو یې ماتې ومنله.
هېره دې نه وي چې دغو سیالیو ۳۶ ورځې دوام وکړ او تېره ورځ پای ته ورسېدې.