کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د علي آباد ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه خلکو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.