ننگرهار؛ گردي غوث لوبډلې د مومندرې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
Sat, Mar 09 2024 9:58 AM
ننگرهار؛ گردي غوث لوبډلې د مومندرې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د گردي غوث لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د گردي غوث لېسې او بټي کوټ زاهد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې گردي غوث لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲/۳ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو فکري رغونه او ترمنځ يې يووالی و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS