بلخ؛ یما پټرولیم او بغلان ځوانان لوبډلې د یما پټرولیم دویم پړاو سیالیو پای لوبې ته لار ومونده

org_admin
Wed, Mar 06 2024 9:59 PM
بلخ؛ یما پټرولیم او بغلان ځوانان لوبډلې د یما پټرولیم دویم پړاو سیالیو پای لوبې ته لار ومونده

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو او وزلوبې ملي فدراسیون سره په همغږي د یما پټرولیم په مالي ملاتړ د یما پټرولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له لسو ولایتونو څخه ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پایلوبې ته یې د یما پټرولیم او بغلان ځوانانو لوبډلو لار ومونده.

د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې یما پټرولیم لوبډلې بلخ لوبډلې ته د ۰/۵ او دویمه نیمه پایلوبه کې بغلان ځوانانو لوبډلې کندز لوبډلې ته د ۴/۶ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار و مونده.

ټاکل شوې، چې د یادو سیالیو پایلوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو ګټونکې لوبډلې ته اوښان د ډالۍ په توګه ورکول کېږي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS