په باميان ولايت کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د بايسکل ځغلوونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د بايسکل ځغلوونې سيالۍ تر سره شوې.
په دغو سياليو کې ورزشکارانو د مير هاشم څلور لارې څخه تر شاه پولادي څلور سرکې پورې د لسو کيلو (۱۰ km) مترو په واټن بايسکل څغلونه ترسره کړه، چې په پايله کې عبدالعظيم وحيديار لومړی، حسين نيازی دويم او لايق الله شايق درېيم مقام تر لاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د روژې مياشتې ښه راغلاست وو او په پای کې د ورزش امريت له لوري گټونکو لوبغاړو ته د اتلولۍ حکمونه، کپونه او مډالونه ورکړل شول.