ننگرهار؛ جلال اباد ښار د ۴۰ جوړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جلال اباد ښار کې د څلورو ولايتونو د ۴۰ جوړو ترمنځ د " مرحبا رمضان " په نوم د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سياليو کې د کونړ، کابل، لغمان او کوربه ننگرهار لوبډلو گډون کړی و، چې په څلورو عمري کټگوريو ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو پکې برخه اخيستې وه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او سالم رقابت و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
