تخار؛ بهارستان لوبډلې د تالقان ښار د فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د تخار ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تالقان ښار کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ازاد ژمني جام په نوم د فوټسال سيالۍ د بهارستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د بهارستان او پيکان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې بهارستان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۷ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سيالۍ، چې لس ورځې يې دوام وکړ، د ترسره کېدو موخه يې د تالقان ښار فوټسال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو او په پای کې د ورزش امريت له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
