لغمان؛ مهترلام ښار کې د ۳۶ ب لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مهترلام ښار په قلعه سراج بڼ کې د ۳۶ ب لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د راهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د داوودزي او راهين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې راهين لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له نظام څخه ملاتړ ښودل شوی و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ورزش امريت له لوري لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاېنلیکونه ورکړل شول.