غزني؛ جاغوري کې د نښې ویشتنې سیالۍ د اتحاد پاتو په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Feb 26 2024 11:16 AM
غزني؛ جاغوري کې د نښې ویشتنې سیالۍ د اتحاد پاتو په بریا پای ته ورسېدې

د غزني د ورزش امریت له لوري په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ په تېږو د نښه ویشتنې سیالۍ، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې پیل شوې وې؛ د اتحاد پاتو په بریا پای ته ورسېدې.

د دې ټورنمنټ په پایلوبه کې د اتحاد پاتو او باغچه انګوري لوبډلو له یو بل سره سیالي وکړه، چې په پایله کې د اتحاد پاتو لوبډلې د ۷-۲ په توپیر سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سياليو له ترسره کولو څخه موخه د سيمه ييزو او دوديزو ورزشونو پياوړتيا او وده ده او د ټورنمنټ په پای کې د مسوولينو له خوا غوره لوبډلو ته نغدي جايزې، کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS