غور؛ د فيروز کوه ښار الف لوبډلې د فيروز کوه ښار د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
Wed, Feb 21 2024 11:12 AM
غور؛ د فيروز کوه ښار الف لوبډلې د فيروز کوه ښار د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د غور ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د فيروز کوه ښار په ورزشي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د فيروز کوه ښار الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د فيروز کوه ښار A,B,C او شينکوت بازانو لوبډلو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د فيروز کوه ښار الف او شينکوت بازانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې فيروز کوه ښار الف لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو تر منځ ښې اړيکې او د ياد ورزش وده ښودل شوی وه، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS