پکتيکا؛ خيرکوټ ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
Wed, Feb 21 2024 9:50 AM
پکتيکا؛ خيرکوټ ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د نيزه وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري په خيرکوټ ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د کټواز لوبډلې په لومړي مقام پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې کټواز، يحيی خېلو او خير کوټ لوبډلو گډون کړی و، چې په پايله کې کټواز لوبډلې په ۴۰ نمرو سره لومړی، یحیی خېلو لوبډلې په ۳۲ نمرو سره دويم او خير کوټ لوبډلې په ۳۰ نمرو سره درېيم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو.

د سياليو په پای کې لومړي مقام گټونکې لوبډلې ته يودانه سېرلی د انعام په توگه ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS