دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې جام په نوم د فوټبال سیالۍ د یاد ولایت اشترلي ولسوالۍ په نوجک سېمه کې پیل شوې.
دغه سیالۍ چې لس ورځې به دوام وکړي، چې لومړۍ لوبه کې اتحاد اشترلي لوبډلې خپلې سیالې د ځوانانو وحدت لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په لرې پرتو سېمو کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول، ځوانانو ترمنځ یووالی او د خیانت څخه لرې والی یاد شوی.