تخار؛ اعظمي کلپ کې د تکواندو ۲۰ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه وتړل شول

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندوی فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اعظمي کلپ کې د یادې برخې ۲۰ تنو ورزشکارانو ته د ازموینې وروسته د ارتقا کمربندونه وتړل شول.
د یادو سیالیو موخه د ۲۶ سلواغې چې پینځه دېرش کاله وړاندې د شوروي اتحاد د وروستي سرباز د وتلو ورځې سره برابره ده لمانځل و.
په پای کې د ازموینې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې او سرټیفیکټونه ورکړل شول.