بامیانو ولایت کې د وزلوبې سیالۍ د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري او د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ ښاروالۍ په ملاتړ د یاد ولایت د دوو ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ او یکاولنګ نمبر دو ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته نغدي جایزې ورکړل شوې. شوې.