بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۲۷ ورځې وړاندې د یاد ولایت ډنډ غوري ولسوالۍ د سرخ کوتل کلي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې، د بابر کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د وزیر آباد يونايټيت او بابر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بابر کرکټ لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د درې لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه. په مقابل کې د وزير آباد يونايټيټ لوبډلې د څلور لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یوازې ۸۳ منډې ترسره کړې او سیالي یې د ۶۸ منډو په توپیر بابر کرکټ لوبډلې ته وبایلله.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کریکټ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول و.
د سیالیو په پای کې د ټېپ بال فدراسيون او ورزش امریت له لوري لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او نغدي جايزې ورکړل شوې.