پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کشیوال B لوبډلې په بریا پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او کشیوالو ځوانانو له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې اړوند په کشیوالو کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د شوروي اتحاد د ماتې نمانځلو په موخه د فوتبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي، لومړۍ لوبه د کشیوال B او مدد خېلو A لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چي د کشیوالو لوبډلې د پینالټي شوت په وهلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸/۶ ګلونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د شوروی اتحاد د ماتې ورځ نمانځل و.