تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د څلورو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ینګي قلعه ولسوالۍ ورزشکارانو لومړی مقام، خواجه بهاووالدين ولسوالۍ دویم مقام او درقد ولسوالۍ درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و.
د سیاليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.