نیمروز؛ زرنج ښار کې د موی تای پنځم پړاو ولایتي سیالۍ ترسره شوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د نیمروز، هلمند، بلخ او هرات ولایتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د یاد ولایت په زرنج ښار کې د موی تای پنځم پړاو ولایتي سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې نیمروز ولایت لومړی مقام، هرات دویم مقام، بلخ درېیم مقام او هلمند ولایت څلورم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د موی تای ورزش ته وده ورکول او غوره لوبغاړي موندل دي.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
