دایکندي؛ په خدیر ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچوونې سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د یووالي جام په نوم خدیر ولسوالۍ د بېلا بېلو کلیو د ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې د ۲۲ لوبغاړو له ډلې هاشم لومړی او حبیب الله دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمهییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرول وو.
