دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د اتحاد سیاه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د دغه ولایت د خدیر ولسوالۍ په پشتروق سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اتحاد او همبستګۍ په نوم د فوټبال سیالۍ د اتحاد سیاه بند لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پایلوبه د اتحاد سیاه بند او متحد پشتروق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اتحاد سياه بند لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ورزش وده، پراختیا، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ځوانانو ترمنځ د یووالي او خواخوږۍ فضا رامنځته کول ياد شوي دي.