غزني؛ د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې
د غزني د ورزش ادارې په همغږۍ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ مېشتو ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې.دغه سیالۍ چې یوه میاشت به دوام وکړي لومړۍ لوبه یې د بهسود او د کجاب ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د بهسود لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې په خپل نوم کړه.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د بهسود ولسوالۍ د خلکو او ورزشکارانو ترمنځ یووالی او غوره لوبغاړي پېژندل دي.
