ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
Sat, Jan 27 2024 9:22 PM
ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شينوارو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د سپين غر ولسوالۍ سرحدي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د "سپين غر شاهين " او "اسد خېلو سټار" لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې د سپين غر شاهين لوبډلې پۀ ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې د اسدخېلو سټار لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۱۰ منډې ترلاسه کړې او سیالي یې د ۶۷ منډو په په توپیر د سپين غر شاهين لوبډلې ته وبایلله.

هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او د ترسره کېدو موخه يې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو له لورې ولس ته ښه خدمت یاد شوی.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS