بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د شاه قلندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمي جام په نوم سیالۍ د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د شاه قلندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د شاه قلندر او ستاره ګان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پایله کې سیالي په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو د شاه قلندر لوبډلې د پنالتي شوټ په وهلو سره زیات امتیازونه ترلاسه کړل او د سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
هېره دې نه وي یادې سیالۍ ۲۲ ورځې وړاندې د یکاولنګ ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوې وې.
