ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شينوارو ولسواليو ورزشي مديريت پۀ لارښوونه د یاد ولایت د نازیان ولسوالۍ په شارجه لوبغالي کې د ۱۶ لوبډل ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د "نازيان ځوانانو" او "پلۀ سر" لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې د پلۀ سر لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۵ لوبغاړو دلاسه ورکولو سره د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د نازيان ځوانانو لوبډلې ياد هدف د لوبې په نهم اور کې پوره او سیالي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه له نظام څخه ملاتړ او د علم ارزښت ښودل شوی.
