کابل؛ د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون د لومړی پړاو یو ورځنۍ سیالۍ وشوې

org_admin
Wed, Jan 17 2024 2:08 PM
کابل؛ د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون د لومړی پړاو یو ورځنۍ سیالۍ وشوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پنځو ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سولې او امن په نوم د پارکور ملي فدراسیون لومړی پړاو سیالې د کابل ولایت په کوربتوب ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې یوه ورځ يې دوام وکړ د کابل، ننګرهار، پکتیا، کاپیسا او خوست ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو، چې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو په کټګوریو او رانینګ او موانع عبور برخو کې ترسره شوې.

د دغو سیالیو لیدلو ته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د المپیک ملې کمېټې اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري، د بدني روزنې او ورزش ریاست د دعوت او ارشاد رییس مولوي داد محمد بریال عطایي، پارکور ملي فدراسیون مشرتابه، ولایتونو استازو، ورزشکارنو او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلې او زیاته یې کړه: خوښ او خوشحاله یم چې په ټول هېواد کې سوله او امن دی او لوبغاړي کولای شي په ډاډه زړه له ولایتونو نه مرکز او نورو ولایتونو ته د سیالیو لپاره سفرونه وکړي او په پای کې یې ورزشکارانو د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د پارکور ورزش ته وده ورکول او غوره لوبغاړي پېژندل وو. په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS