کابل؛ د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس د التیمیت فریزبي ملي لوبډلې له ورزش کارانو سره ولیدل
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس د التیمیت فریزبي ملي لوبډلې او په ایران کې د دغو لوبو مهاجرو لوبغاړو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري د دغې برخې له لوبغاړو سره لیدنه ترسره کړه او ښاغلي وثیق له مهاجرو لوبغاړو سره د همېشنیو او دوامداره مرستو او ملاتړ ژمنه وکړه.
د دغو لیدنو موخه د فریزبي ملي لوبډلې لوبغاړو او په ایران کې مهاجرو لوبغاړو سره لیدل ښودل شوي دي.