هلمند؛ آريانا لوبډلې د استقلال په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
Sun, Dec 31 2023 2:52 PM
هلمند؛ آريانا لوبډلې د استقلال په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د‌ هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د گرشک ولسوالۍ سپورټي مديريت له لوري په گنج لوبغالي کې د لسو لوبډلو تر منځ د استقلال په نوم سيالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اريانا او گرشک زلميانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه گرشک زلميانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکو، آريانا لوبډلې ياد هدف په ۱۴ اورونو کې ترلاسه کړ او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ سالمه تفريح وه. په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS