ارزګان؛ په مرکز ترینکوټ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون له لوري په مرکز ترېنکوټ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د راستنېدونکو افغان کډوالو په نوم د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ، پایلوبه یې د ګولډن سټار او منصور اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې منصور اتلانو په ۸ ویکټو ګولډڼ سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
شیر احمد لطیفي په ۲۴۵ منډو د یادو سیالیو غوره توپ وهونکی او محبت د ۱۷ ویکټو په اخیستلو سره غوره بالر ونومول شو.
