کونړ؛ ماڼوګي ولسوالۍ کې د ۱۶ جوړو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ ترسره شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ماڼوګي ولسوالۍ په ننګلام بازار کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د ۱۶ جوړو ورزشکارانو ترمنځ فري فایټ دوستانه سیالۍ او نندارې ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د بېلابېلو کلبونو استادانو او مسوولینو سربېره، ګڼو ننداره چیانو او مینه والو هم ګډون کړی و، چې غوره ورزشکارانو او راغلو مېلمنو استادانو ته بېلابېلې جایزې او ستاینلکونه ورکړل شول.
