زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون له لوري د YHDO موسيسې په مالي ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې درې ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د طوفان هريرود او شېخ متي بابا الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شېخ متي بابا لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او موخه يې له نشه يي موادو سره مبارزه ياده شوې ده.
