کاپيسا؛ د کوهبندا ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي درنامه لوبډلې خپله کړه
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټسال فدراسيون نمايندګۍ له لوري د وحدت جام په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي درنامې لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د درنامې استقلال لوبډلې خپلې سيالې صلح کوهبندا لوبډلې ته د ۵_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو په پای کې د نوموړي ولايت د ورزشي مسوولينو له لوري غوره لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
